ژوندی
وقفه
Sorry, no results.
Please try another keyword
  • قسمت اول

زموږ په اړه!

د ځوانانو راډیو د پوهاوي، خبرو اترو او د ځوان نسل د اندېښنو او هیلو د انعکاس لپاره یوه رسنۍ ده.

د ځوانانو راډیو په اړه

د نوي نسل غږ

د ځوانانو راډیو (جوانان ایف‌اېم) د کابل له زړه څخه د ۹۷.۵ ایف‌اېم څپو له لارې خپرونې کوي، او یوازې یوه راډیو نه ده؛ بلکې د افغانستان د ځوانانو د پوهاوي، هیلې او پیاوړتیا لپاره یو خوځښت دی. موږ په دې موخې فعالیت کوو چې د ۲۴ ساعته خپرونو له لارې زده‌کړه، پوهاوی او ګټورې فرهنګي او هنري منځپانګې ځوان نسل ته وړاندې کړو، څو د هغوی د ودې، پرمختګ او بریالي راتلونکي لپاره زمینه برابره شي..

ټول هېواد ته لاسرسۍ

یو فریکونسۍ. یو ملت

موږ په ویاړ سره د افغانستان په ۹ ولایتونو؛ کابل، پروان، کاپیسا، میدان وردګ، لوګر، خوست، ننګرهار، بلخ او کندهار کې په یوه واحد فریکونسۍ 97.5 ایف‌اېم خپرونې لرو. دا پراخ پوښښ موږ ته دا امکان راکوي چې د جغرافیایي واټنونو پرته، د اورېدونکو ترمنځ د یووالي، تړاو او نږدېوالي احساس پیاوړی کړو او یو ګډ غږ د دغو ولایتونو ځوانانو ته ورسوو.

وروستنۍ موخه: ستاسو غږ

ټول اوریدونکي
0 M
ټول برخې
0 +
ټول پاډکسټونه
0
ټول څارونکي
0 K