د ځوانانو راډیو (جوانان ایفاېم) د کابل له زړه څخه د ۹۷.۵ ایفاېم څپو له لارې خپرونې کوي، او یوازې یوه راډیو نه ده؛ بلکې د افغانستان د ځوانانو د پوهاوي، هیلې او پیاوړتیا لپاره یو خوځښت دی. موږ په دې موخې فعالیت کوو چې د ۲۴ ساعته خپرونو له لارې زدهکړه، پوهاوی او ګټورې فرهنګي او هنري منځپانګې ځوان نسل ته وړاندې کړو، څو د هغوی د ودې، پرمختګ او بریالي راتلونکي لپاره زمینه برابره شي..